دسرک فنی اصطلاحاتRoad Technical Terms


په سرک کی مختلف اصطلاحات استعماليږی چی مهم يي يه لاندی ډول دی .

سرک: Road  : يوه  داسی خامه يا پخه لاره ده په کوم چی پيدل ،ساييکل چلوونکی او موټر چلوونکی دتيريدلوقانونی حق ولري عبارت له سرک څخه دی .

های وی :High way   دښه نوعيت سرک په کوم چی تيز رفتاره ګاډي حرکت کوی عبارت د High wayڅخه دی .

کريج وی: Carriage way: دسرک هغه برخه ده کوم چی دموټرو په واسطه استعماليږی عبارت له Carriage wayڅخه ده .

Dual Carriage way: هغه سرک چی ديو طرف ترافيکولپاره خلاص وی.

Super High way: دتيزرفتاره ګاډولپاره مخصوص سرکونه دي چي دMotor way يا Express High way په نوم هم يا ديږي.

ترافيک:Traffic: په سرک باندي پيدل تلونکی ،ساييکل چلوونکی ،موټرچلوونکی ، موټرساييکل چلوونکی ،واړه ګاډي ،لوي ګاډي او داسي نوروته Traffic وايي.

بندسرک :Blind Alley: دهغه سرکونو څخه عبارت دي چي يوطرف يي بندوي.

Cycle Track: په سرکونو باندي دساييکل چلوونکولپاره مخصوصه لاره دCycle Track په نوم ياديږي.

Cross Section: عبارت ده دسرک دعرضي مقطع څخه.

Long Section: دسرک دطولاني مقطع څخه عبارت ده.

: Shoulder دسرک داوږوڅخه عبارت ده.

Road Alignment: دسرک مسير ګزاري.

دهر قسمه سرک داعمار لپاره لمړی دهغی منطقی سروی کيږي دهمدي معلوماتو په روښنايي کي د سرک سمت (مسير) تعينيږي . دنقشی پر مخ دسرک سنټر لاين تعينولو ته دسرک مسير ګزاري يا  Road Alignment وايي .چي دغه دسنټر لاين ټاکل ډير اهميت لري .دسرک دلاری (مسير) تعينولولپاره ډيری نقطي په پام کي نيول کيږي چي بايد دسرک داعمار څخه وروسته دهغي سرک څخه زيات نه زيات خلک استفاده وکړي او په هغي سرک کي دکم څخه کم مانع وي يعنی پلونه او پاټکونه پکي کم وي په مجموعي ډول دسرک قيمت بايد دکم څخه کم وي په غرنی علاقه کي بايددسرک مسيرګزاری ته زيات پام وشي.ځکه چي په معمولي غلطی سره دسرک قيمت زيات لوړيدی شي او په ترافيکي حادثاتو کي هم زياتوالی راتلی شي.دمسيرګزاری په وخت کي دسرک دسطحی څخه داوبواخراج ته هم بايدخاصه پاملرنه وشي ځکه چي دسرک په سطحه داوبوډنډکيدل دسرک دژرتخريب سبب ګرځي .