د سرک د اعمار مواد  Road Making Materials :

د مختلف قسمه سرکونو د جوړولو لپاره د مختلفو موادو څخه گټه اخيستل کيږي.چي ځيني مهم يي په لاندي ډول ديز
خاوره                 Soil
جغل                Gravel
مورم                Moorum
تيگه              Stone
سيمنټ             Cement
د قيرمواد          Bituminous Material
خاوره  Soil : د ځمکي په سطحي موجود نسبتاً نرم مواد چي د مختلفو غونډيو او ذخيرو څخه په لاس راځي د خاوري پنوم ياديږي.دخاوري مختلف خصوصيات په هغي کي د مختلفو موادو د موجوديت له اثره وي. چي پدي کي عموماً Clay ، شگه (sand)،سيلټ (Silt)، مارل(Marl) ،پيټ (Peat)،شيل (shale) او داسي نور شامل وي.چي پدي کي زيات مقدار د Clay، Silt او شگي وي.چي د سرک د اعمار لپاره ددي دري واړه بهترين نسبت په لاندي ډول دي.
1- Clay       9-18%
2- Silt        5-15%
3- Sand       65-80%
که چېري د شگي مقدار% 70 د Clay او Silt مخلوطه 30% وي نو دا بهترين نسبت دي که چېري دا نسبت په طبيعي ډول موجود نه وي نو د خاوري د ټيسټ او تجزيي څخه د هغي نسبت معلوموي چي کوم مقدار کم وي نو هغه ورته بل ځاي څخه راوړي ، دي کي يي گډوي تر څو مناسب نسبت چي پکار وي په لاس راشي.دغي عمليي ته د Stabilization عمليه وايي ددي مقصد لپاره سيمنټ ، چونه ، قير، او نور کيمياوي مواد هم استعمالوي. د سرک د پشتي د اعمار لپاره ددي قسمه خاوري څخه استفاده کيږي.
جغل Gravel     : دا مواد عموماً د دريابونو ، خوړونو او د سمندرونو د غاړو څخه په لاس راځي چي پدي کي د کوچني سايز تيگي هم شاملي وي کوم چي په قدرتي ډول د اوبو د جريان په نتيجه کي سوليدلي وي چي تقريباً ګرد او بيضوي شکل يي اختيار کړي وي د عموماً په شگه او سيلټ کي گډي وي دي ته شنګل ( shingle ) هم وايي.د ا مواد د سرک د پشتي ( Embankment)  او د Sub base په تيارولو کي استعماليږي.
مورم  Moorum : دا نسبتاً نرمي تيگي دي چي پدي کي د چوني ډبري او نور کلسيم لرونکي شامل دي. که چېرته سايز د تيگو يي غټ وي نو بايد چي ماتي شي او د 2cm په سايز تبديل شي. مورم په دوه قسمه دي يو يي سخت مورم                                ( Hard Moorum) چي دا تيگي د 8cm په سايز ماتوي او واټربونډ ميکيډم په سرکونو کي د sub base طبقه ورڅخه جوړوي بل يي نرم مورم (Soft Moorum)  دي چي د شولډرونو  ( Shoulders ) او پشتو دپاسه اچول کيږي پدي سره شولډري او پشتي استحکام او حفاظت مومي.
تيگي  Stones : د سرک د اعمار لپاره  تيگي د مهمو موادو د جملي څخه دي د تيگو زيات قسمونه دي چي په سرک کي استعماليدونکي تيگي يي په لاندي ډول دي.
نيس         Gneiss
گرينايټ     Granite
ليټرايټ   Laterite
لايم تيگي  Lime Stone
Sand Stone
Basalt
Kankar
Trap
نيس  Gneiss:
دا قسمه تيګي دسرک د اعمار لپاره ډيري مناسبي دي ځکه چي دا تيگي کافي سختي وي. دا تيګي د تغير پذير ډبرو ( Metamorphic Rocks) څخه لاس ته راځي ددي تيگو په ترکيب کي کوارتز (Quartz)، فلدسپار(feldspar ) او سپين يا تور ابرق (Mica) شامل دي.
گرينايټ Granite    :
گرينايټ مضبوطي تيګي دي چي دا هم د سرک د تعمير لپاره مناسبي دي ددي تيگوسطحه دانه داره وي او رنگ يي سرمئي (Gray) وي ددي تيگي په ترکيب کي فيرو ميگنيشيم شامل دي.
ليټرايټ     Laterite  :
دا دسرک په اعمار کي عام استعماليدونکي تيگي دي.ددي تيگو رنگ سور او زيړ وي. ددي تيگو سخت قسم د سرک په تعمير کي استعماليږي. پدي تيگو کي په کافي اندازه اوسپنه (Iron) موجوده وي.
لايم تيگي    Lime Stone    :
دا تيگي د کلسيم کاربونيټ (CaCO3) لرونکي وي. دا تيګي د ترافيک په تيريدو سره سوليږي او په ګرد (Dust) بدليږي.دا تيگي ښي تيگي ندي او بايد چي په ادني سرکونو کي استعماليږي.
بيسالټ Basalt     :
دا تيګي نصواري تياېه رنګ لري ددي په ترکيب کي اوسپنه وي دا تيګي د آتش فشاني غرونو څخه په لاس راځي ددي څخه د سرک د اعمار لپاره ښه دوړه لاس ته راځي.
کنکر    Kankar  :
دا تيګي د لايم کاربونيټ په شکل پيداکيږي ددي څخه د سرک په سرفيس کس کار اخيستل کيږي.
ټريپ     Trap   :
دا تيګي د باريکو اجزاؤ څخه متشکل شوي وي دا تيګي په کافي اندازه سختي وي ددي تيګو څخه د سرک د اعمار لپاره ښه دوړه لاس ته راځي.