ځینې دوستان شاید د دیوالونه په پیژندنه او د هغه اړونده کارونې ځاي کې ستونزې ولري نو په همدې خاطر نن د دیوالو په ځینو مهمو ډولونو باندې رڼا اچوو چې ځینې مهم ډولونه یې په لاندې ډول سره دي:
1 (Retaining Wall):
2  (Breast Wall):
3  (Protection Wall):
4  (Parapet Wall):
5  (Return Wall):
6  ( Revetment Wall):
7  (Wing Wall):
8  (Cut-off Wall):
9  (Head Wall)
10 (Shear Wall):
11  (Bearing Wall):

1-ریټایننګ وال (Retaining Wall): استنادي دیوال یا (Retaining Wall) عبارت د هغه دیوال څخه ده چې د پرانه شوی یا ډک شوې برخې لاندې برخې ته جوړیږي ترڅو د هغه د ښویدو څخه مخنیوي وکړي ، ښه مثال یې داده چې کله سرک د غره یا یوې غونډی په میلان لرونکي ساحه کې تیریږي نو د سرک لاندې خوا ته پرانه یا ډکوونکی مواد اچول کیږي نو پدې صورت کې ددې د پاره چې پرانه خاوره و نه ښویږي نو په لاندې برخه کې استنادي دیوال جوړيږي.

2-بریسټ وال (Breast Wall): دا رنګه دیوالونه معمولی د کیندل شوې برخې مخې ته جوړیږي ترڅو چپه نشي او د سرک یا لارې د بندیدو څخه مخنیوی وکړي او همدارنکه دا دیوالونه په هغه ځایونو کې هم په پام کې نیول کیږي چې د غره یا غونډې څخه تیږې او ډبرې یا نورو ښویدونکی مواد را ښویږي نو د هغه د مخنیوي د پاره د سرک د غره خواته دغه دیوال جوړیږي او مخه او شا خوایې خالې وي ترڅو د دیوال د شا خوا په خالې برخه کې ښویدونکي مواد ځای ونیسي او سرک ته یې د رالویدو یا ښویدو څخه مخنیوي وشي. یعنې د استنادي دیوال سره یې توپیر داده چې استنادي دیوال د سرک په لاندې برخه کې جوړیږي او دغه رنګه دیوال د سرک په پورتنی برخه کې .

3- پروټکشن وال (Protection Wall): محافظوي دیوال یا (Protection Wall) عبارت د هغه دیوال څخه دي چې د ځمکو ، سرک ، کورونو او نورو برخو د حفاظت د پاره چې د سیلابونو، واورې ښویدنې او داسې نور عواملو سره په خطر کې وي جوړیږي تر څو د ځمکې ، سرک ، کورونو او دارنګه نورو ساختمانونو او شتمنیو څخه ساتنه او حفاظت وکړي. دغه رنګه دیوالونه معمولا د مخ خوا څخه مقاومت کوي برعکس د نورو دیوالونو .

4- پراپیټ وال (Parapet Wall): عبارت د هغه دیوال څخه ده چې په غرنیو ساحو کې د سرک ژورې خوا یا د سیند د خوا پر غاړه جوړیږي ترڅو سیند یا کندې ته د موټر د لویدو څخه مخینوي وکړي ، همدارنګه دغه دیوالونه د ساختمان یا کورو په بام باندې هم په پام کې نیول کیږي او دوې مهمې دندې لري : اول د بام څخه د لویدو مخنیوي ، دوهم: د ځان پناه کول یعنې کله چې د بام څخه ګټه اخیستل کیږی مثلا د کالیو د مینځلو په وخت کې نو باید په بام باندې څوک معلوم نشی.

5- ریټرن وال (Return Wall): دا رنګه دیوالونه معمولا د ابتمنتونو په ساختمانونو کې جوړیږي او د انګلسي د (U) حرف شکل لري او دنده یې هماغه د پرانې د ښویدو څخه مخنیوی ده .

6- ریویټمینټ وال ( Revetment Wall): کله چې یوه برخه په لوړه ارتفاع سره په میلان لرونکی شکل پرانه شوي وي نو د پرانې ټول مخ د ډبرین پياده رو په څیر سنګ فرش کیږي ترڅو د خاورې د پرانه شوې برخې د استحکامیت سبب و ګرځي او د ښویدو څخه یې مخنیوي وکړي . ددغه رنګه دیوالونو څخه په آبیاري ، سرک ، پلونو او داسې نورو برخو کې په زیاته کچه ګټه اخیستل کیږي.

7- وینګ وال ( Wing Wall): وینګ والونه معمولا کله چې پل یا پلچک شتون ولري کارول کیږي یعنې عبارت د هغه دیوالونو څخه دي چې د پل یا پلچک څلورو خواوو ته جوړیږي او دنده یې داده ترڅو اوبه په ښه ډول سره تر پل یا پلچک لاندې رهبري او تیري کړي او بله دنده یې داده ترڅو د پل پورته او کښته څلور غاړو او خواوو د اوبو پواسطه د تخریب څخه مخنیوي وکړي

8کټ آف وال (Cut-off Wall): عبارت د هغه دیوال څخه ده چې په لاندی (Dow Stream) برخه د پل ، پلچک ، واش او دارنګه نورو ساختمانو د سیند په تل کې جوړیږي او دنده یې داده ترڅو د اوبو پواسطه د سیند د بستر د ژوریدو او تخریب څخه مخنیوی وکړی یعنې دارنګه دیوالونه معمولا په هغه ځایونو کې په پام کې نیول کیږي چې د اوبو سره سراو کار لري.

9- هیډ وال (Head Wall): عبارت د هغه دیوار څخه ده چې په هغه برخو کې د پلچکونو او نورو ساختمانونو په سر باندې جوړیږي چې په هغه باندې ډیره پرکاري راغلې وی نو ددې په خاطر چې خاوره را ونه ښوییږي او د پلچک د بندیو باعث نشي نو د پلچک په سر باند دغه دیوال جوړیږي یعني دنده یې د خاورې د راښویدو څخه مخنیوی ده.