دسرک دمسير ګزاری لپاره لاندي اساسي وصول بايد په پام کي ونيول شي .

په هرملک کي دسرک دمسير ګزاری لپاره دهغي ملک حالت،قانون اوقواعد بايد په نظر کي ونيول شي .
په سرک باندي  واقع ددوه نقطو تر منځ فاصله بايد کوښښ وشي چي کمه وي ،يعني تر څو چي ممکن وي سرک بايد مستقيم Straight وی. خو په لاندي حالتو کی کولای شو چی د سرک مسير ته تغير ورکړو.
کله چی د سرک د دوو نقطو ترمنځ يو ښار راشي او ددی لپاره چي ډير زيات خلک تری استفاده وکړای شي نو د سرک مسير ته تغير ورکولای شو.
کله چی د سرک په مستقيم مسير کی کومه ابادی، قبرستان، ځنګل يا قيمتی ځمکه راشی نو د سرک مسير تغير کولای شو.
کله چی د سرک په مسير کی دلدلزار راشی نو په دی حالت کی د سرک د مسير تغير بهتر دی.
که چيری د سرک په مسير کی کوم کانال يا د ريل پټلۍ راشي نو سرک بايد عموداً د دې موانعو څخه تېر شي نو ددې لپاره چې سرک عمود تېر شي نو مخکي د عبور څخه کيدای شي د سرک مسير تغير کړي.
د سرک د مسير د تعين په وخت کي بايد طولي ميل ته پاملرنه وشي چې طولي بايد کم وي.
د مسير د تعين په وخت کي پايد دې ته پاملرنه وشي چې سرک د شا او خوا علاقو په نسبت  لوړ وي تر څو په هر موسم کي استعمال شي او د اوبو څخه محفوظ وي.
د سرک مسير بايد داسي تعين شي چې د سرک د اعمار په وخت کي د Cuttingاو Filling اندازه کمه وي .
دسرک مسيربايددزياتوموانعوڅخه تيرنشي لکه کانالونه ،دريل پټليواوداسي نورو څخه نو  پدی وجه کولای شو چي دزياتوساختمانونودجوړولوڅخه مخنيوی وکړو.
دمسيربايد داسي وي چي داباديوپه منځ کي نه وي بلکي په اړخ کي تر څودترافيکي حادثاتو څخه مخنيوی وشي .
مسير ګزاري بايدداسي وي چي دعلاقی زيات ضرورتونه پوره کړي اودمنطقی دښکلا سبب ګرځي .

په غرنۍعلاقه کي دسرک دمسيرګزارۍ مهم نقاط:
Special Consent ration for Hill Road Alignment
په غرنۍ منطقه کي په مسير ګزارۍ کي بايدلاندی نقطی په نظر کي ونيسو .
دغره کوم طرف چي مستحکم وي همغه طرف ته مسير ګزاري کوو.
په غرنۍ ساحه کي Cutting مشکل دی نو مسيرګزاري داسي پکارده چي Cutting
پکي کم وي .
په غرنۍ علاقه کي Filling مواد قيمته تماميږي نو مسيرګزاري بايدداسي وشي چي د Filling او  Cutting اندازه پکي په هر ځای کي کمه وي .
په غرنۍ علاقه کي بايدداسي کوښښ وشي چي ډيره تيزه اترايي او چړايي واقع نشي.
په غرنۍ علاقه کي بايد Drainage ته خاصه توجه وشي او سرک داوبوڅخه وساتل شي .
په غرنۍعلاقه کي دسرک مسيرګزاري په مناسبه ارتفاعت کي وشي ځکه په لوړه ارتفاع کي بياد Drainage   ساختمانونه قيمته تماميږي .
دسرک مسير ګزاري بايد داسي وشي چي دLand Sliding   په صورت کي سرک محفوظه پاتي شي . مسيرګزاري بايد داسي وي چي موړونه (Curves)  پکي زيات نه وي .